لغمان کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۵۴
لغمان کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون له لوري په لغمان کې له څلورو ولایتونو د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ سیالۍ د کونړ منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د لغمان منتخبې، لغمان ب، ننګرهار، کونړ او نورستان منتخبو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د لغمان ب او کونړ منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې یې کونړ منتخبې لوبډلې د ۲/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ختیځ زون په کچه د افغانستان والیبال غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS