لغمان کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۲۵
لغمان کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مهترلام ښار په کټل سیمه کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د هرمل او میدانیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه میدانیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٩ منډو هدف وټاکه. هرمل لوبډلې ټاکلی هدف د شپږو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ٢١ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۹
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، مولوي احمدالله وثیق وویل:

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، مولوي احمدالله وثیق وویل:

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۵
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل:

په بریالیتوب سره د دغې بین اللمي جشنوارې د پای ته رسېدو مبارکي وایم.

دا د افغانستان لپاره غټه لاسته راوړنه ده، چې په یو وخت کې د شبږو هېوادونو مېلمانه او ورزشکاران راغلي وو او ښې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS