لغمان کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د ووشو سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړ، پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د لغمان،کاپيسا، پنجشېر، میدان وردګ، خوست او ننګرهار ولایتونو ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې لغمان ولایت لومړی، خوست دویم او ننګرهار ولایت درېیم مقام ترلاسه کړ.
یادې سیالۍ د ورزشکارانو د تشویق په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته ورزشي دیپلومونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
