لغمان؛ په مهترلام کې د درې ولايتونو ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۲۳:۳۹
لغمان؛ په مهترلام کې د درې ولايتونو ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مهترلام ښار کې د لغمان، ننګرهار او کابل ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې لغمان لومړی، ننګرهار دوهم او کابل درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ سالم رقابت او ورزش ته وده ورکول وو، چې دوه ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۲۰ ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له ۲۰ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS