لغمان؛ په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په همغږۍ د قرغیو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۳۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حاجي شیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ، په پایلوبه کې یې حاجي شیر لوبډلې خپلې سیالې واجد قرغه یي وال لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتولي یې خپله کړه.
د یادون وړ ده چې د دغو سیالیو موخه د نشه توکو پرضد مبارزه او د ځوانانو ترمنځ یووالی و.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
