لغمان؛ په علیشنګ ولسوالۍ کې د۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۲۲:۵۱
لغمان؛ په علیشنګ ولسوالۍ کې د۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په سالاب منځ کلي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیاليو اتلولي قلعه خان لوبډلې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې ۲۱ ورځې يې دوام وکړ، پايلوبې ته يې قلعه خان او سالاب منځ کلي لوبډلو لار موندلې وه،چې په پايله کې قلعه خان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د نظام څخه ملاتړ او د ځوانانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول ياد شوي دي.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS