لغمان؛ په الینګار ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ د منګو لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې
د لغمان ولایت د د الینګار ولسوالۍ اړوند منګو کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د منګو لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.
د سیالیو پایلوبې ته د نورستان ولایت د ننګراج او منګو لوبډلو لاره موندلې وه چې منګو لوبډلې له دریو د دوه میدانونو په ګټلو سره د اتلولۍ جام خپل کړ.
ددې سیالیو موخه د کوچني اختر خوښي نمانځل او د والیبال ځایي لوبډلو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول وو.
د سیالیو لیدو ته د لغمان د سپورت د ځایي مسؤولینو ترڅنګ ګڼ شمېر ولسي مینوال ورغلي وو.
په پای کې مقام ګټونکو لوبډلو او پیاوړیو ورزشکارانو ته ډالۍ او کپونه ورکړل شول.
