لغمان؛ په الينگار ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۷:۶
لغمان؛ په الينگار ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ په پړوايي کلي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د اا له نظام څخه د ملاتړ او د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د ننگراج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

يادو سياليو په پايلوبه کې ننگراج لوبډلې خپلې سيالې پړوايي ب لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS