لغمان؛ په اليشنگ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۲۱
لغمان؛ په اليشنگ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اليشنگ ولسوالۍ په ش.ه.ي.دانو کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او سالمې تفريح په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د خواجه صاحب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د خواجه صاحب او اطفايې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خواجه صاحب لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اطفايې لوبډلې ۱۵۷ منډې وکړې او لوبه يې د څلورو منډو په توپير وبايلله.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه، او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS