لغمان؛ نورام لوبډلې د حاجي آباد ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۲۲
لغمان؛ نورام لوبډلې د حاجي آباد ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ سياليو اتلولي وگټله

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اليشنگ ولسوالۍ په حاجي آباد کلي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د نورام منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د يادو سياليو پايلوبه د نورام منتخبې او ولسوالۍ مرکز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ولسوالۍ مرکز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۹ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف کېښود، په ځواب کې نورام منتخبې لوبډلې ياد هدف په ۹م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۴ ويکټو په توپير وگټله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۴۵ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل، دويم مقام گټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په تاغز حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۳
Background image

سرپل؛ کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پلهوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې، یوه ورځ یې دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS