لغمان؛ ننګراج لوبډلې د لغمان علينګار ولسوالۍ د واليبال چلنجي سياليو اتلولي وګټله
د واليبال دغه سيالۍ چې د لغمان ولایت د ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همغږۍ په علينګار ولسوالۍ کې د ٤ لوبډلو ترمنځ دوه ورځې وړاندې پيل شوې وې د ننګراج لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د لوکاړ کلي او ننګراج کلي لوبډلو ترمنځ وشوه د ننګراج لوبډلې وګټله.
په دوهمه لوبه کې د علينګار مرکز او بديع الاباد لوبډلې سره مخ شوې چې دغه لوبه له ٣-٢ پايلې سره د بديع الاباد لوبډلې وګټله او فاينل ته يې لار ومونده.
په پايلوبه کې د ننګراج او بديع الاباد لوبډلې سره لوبېدلې چې دغه لوبه بيا ٣-٠ د ننګراج لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
