لغمان؛ مهترلام ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدانيو کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کندې منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې کندې منتخبې لوبډلې خپلې سيالې شيخ اباد لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه.
يادې سيالۍ د نشه یې توکو پر ضد او د ځوانانو هڅونې په موخه ترسره شوې،چې نهه ورځي يې دوام وکړ.
