لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۱:۵۹
لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استاولي له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوېږ

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د علي خېل کلب او وثیق الله کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه علي خېل کلب لوبډلې وګټه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه. وثیق الله کلب لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۸۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۰ منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو د ذهني آرامتیا او سالمې تفرېح په موخه پیل شوي دي، چې ۲۹ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک لومړی پړاو سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۹
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنخ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شیر حیدر لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند تاترې سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د ګربزو منتخبې لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS