لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو تر منځ د هنډبال سيالۍ تر سره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۲:۴۰
لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو تر منځ د هنډبال سيالۍ تر سره شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د هنډ بال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مهترلام ښار په ورزشي جمنازيوم کې د دوو کلبونو څخه د ۲۰ ورزشکارانو په گډون د هنډ بال سيالۍ د ستورو کلب په لومړي مقام پای ته ورسېدې.

ياده سيالۍ د ستورو او اتلانو کلبونو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې د ستورو کلب مقابل کلب ته د ۱۹/۲۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړی مقام يې خپل کړ.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه د ننگرهار ولايت د نارنج گل سياليو لپاره د غوره څېرو موندل ياد شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده، چې له دغو سياليو څخه د لغمان ولايت منتخبه لوبډله جوړه شوه.

په پای کې د ورزش آمريت له لوري، کلبونو ته کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS