لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د قصاب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د جهانزیب او قصاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه جهانزیب لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکليو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٢ منډو هدف وټاکه. قصاب لوبډلې ټاکلی هدف د دریېوو ویکټو په زيان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ ځوانانو ته د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.