لغمان؛ فراشغان ولسوالۍ کې ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۱:۱۸
لغمان؛ فراشغان ولسوالۍ کې ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د فراشغان ولسوالۍ په منگپور کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د منجغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې منجغان لوبډلې خپلې سيالې چاشدر لوبډلې ته د يو پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۹:۲۹
Background image

د اسیا المپیکي سیالیو کې نن دوه افغان ووشو کارانو سیالۍ وکړې

د جاپان اویچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې نن محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرامه وزن کې خپل یمني سیال مات کړ او محمد جعفر سلطاني په ٧٥ کیلو ګرامه وزن کې د قزاقستاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۹:۲۸
Background image

د جاپان په ناګویا المپیکي اسیایي سیالیو کې ؛

محمد خالد هوتک افغان ووشو کار لومړنۍ سیالي له یمني سیال څخه وګټله.

ښاغلی هوتک به په ۷۰ کیلو وزن کې سبا نه بل سبا له اندونیزیایي سیال سره خپله دویمه سیالي وکړي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۹:۲۶
Background image

کابل؛ د قوت الرمي ملي فدراسيون د لوبڅارۍ پنځم پړاو ښوونيز سمينار پيل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د قوت الرمي ملي فدراسيون له لوري د المپیک ملي کمیټې د غونډو په تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۴۰ لوبڅارانو ته د قوت الرمي ملي فدراسيون د. . .

BACK TO NEWS