لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوری د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د قلعټکې نيازي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې قلعټکې نیازي لوبډلې له خپل ۱۷۱ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ګورګنډې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
