لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې ۳۵ ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د علینګار مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې علینګار مرکزي لوبډلې له خپل ۱۱۲ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د څلور منډو په توپیر یې خپلې سیالې پریاني لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
