لغمان؛ عباس کلب لوبډلې د ځوانانو ټېپ بال کرېکټ ليگ سياليو اتلولي وگټله
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند کټل کلي کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو ټېپ بال کرېکټ ليگ سيالۍ د عباس کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د عباس کلب او حميدي سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه عباس کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې حميدي سټارز لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۴ منډو په توپير وبايلله.
د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل وو، چې ۳۰ ورځې يې دوام وکړ.
