لغمان؛ شگي قلعه لوبډلې د الينگار ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۴
لغمان؛ شگي قلعه لوبډلې د الينگار ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ لۀ لورې، د ياد ولايت په الينگار ولسوالۍ شګي کلا کلي کې د ۳۲ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ شگي قلعه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د تپاک او شگي قلعه لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳/۲ مېدانونو په توپير شگي قلعه لوبډلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ، چې ۲۸ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او لۀ نظام څخه ملاتړ و. په پای کې لومړي او دوېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاېنلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS