لغمان؛ سباوون لوبډلې د اختريز جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په ډهانډرو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د واليبال سيالۍ د سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې سباوون لوبډلې خپلې سيالې صفت لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې يادو سیالیو يوه اوونۍ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.