لغمان؛ د‌ ولسواليو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۰:۳۷
لغمان؛ د‌ ولسواليو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د مرکز او ولسواليو په کچه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د اصف اکرمزي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د‌ الينګار منتخبې او مرکز اصف اکرزمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه الينګار لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۰۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته اکرمزي لوبډلې ياد هدف د لوبې په اتم اور کې پوره کړه او په پنځو ويکټو يې اتلولي خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ د زاهدالله ريکازي په مالي ملاتړ ترسره شوې او په پای کې د‌ نوموړي ولايت د ورزشي امريت د مسوولينو له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS