لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۶:۱۲
لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د الينگار ولسوالۍ په شگي کلا کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د شگي کلا ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شگي کلا ځوانانو او بديع الاباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شگي کلا ځوانانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو هدف کېښود، بديع الاباد لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۶۳ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سیالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۱
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۲۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۴۹
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۴۷
Background image

میدان وردګ؛ جلریز ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوي د یاد ولایت په جلریزولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په درې کیلو متره واټن کې ترسره شوې، چې په. . .

BACK TO NEWS