فوټبال؛ د افغانستان چمپینز لیګ اتلان وستایل شول

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۹:۴۷
فوټبال؛ د افغانستان چمپینز لیګ اتلان وستایل شول

هغه مراسم چې په همدې موخه د کندهار ولايت په احمدشاهي ورزشي لوبغالي کې جوړ شوي وو، د دغو سياليو ګټونکو لوبډلو ته د بدني روزنې او ورزش د عمومي رييس له خوا کپونه او ډالۍ ورکړل شوې.

د المپيک د ملي کمېټې او ورزش رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن د يادو مراسمو له تنظيموونکو مننه وکړه او زياته يې کړه: د خوښۍ ځای دی چې نن په کندهار کې په بشپړه سوله ييزه فضا کې يو او د هرات د اتلانو ستاينه کوو.

هغه وویل، «د خدای ج شکر دی چې په افغانستان کې سرتاسري سوله ده او خلک کولای شي په سوله کې خپل ژوند پرمخ بوځي.

د يادونې وړ ده، چې دغه ليګ يوه مياشت وړاندې په کندهار کې د افغانستان له زونونو څخه د ١٢ لوبډلو په ګډون پيل شوى و، چې د هرات سرخ پوشان لوبډلې د ٢٧ نمرو په ترلاسه کولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه او د کابل استقلال لوبډله د ٢٦ نمرو په لرلو سره دويم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS