فاریاب کې د ۶۵ لوبغاړو ترمنځ د اشي هارا کاراټې سيالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اشي هارا کاراټې د فدراسيون له لوري د «همبستګي» جام تر نامه لاندې د اشي هارا کاراټې سيالۍ د ۶۵ لوبغاړو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او ماشومانو په عمري کټګورییو کې، په مبارزې او کاتا سبک کې، د دوو ورځو په لړ کې ترسره شوې.
ددغو سیالیو په پای کې؛ د مرکزي کلب لوبغاړو په ۱۱ امتیازونو اول، د اتحاد جوانان کلب په ۸ امتیازونو دويم او د اميري کلب لوبغاړو په ۶ امتیازونو دریم مقام ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ، د لوبغاړو د ظرفيت لوړولو او اشي هارا کاراټې سیالیو د ودې په موخه تر سره شوې.