فاریاب کې د کونګفو توا سیالۍ ترسره شوې
فاریاب ولایت کې د یووالي په نوم د کونګفو توا غوراوي سیالۍ کې د میمنې ښار او ولسوالیو کلپونو مختلفو وزنونو ۴۰ورزشکارانو برخه لرله.
په دغو سیالیو کې د دې ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر احسان الله باور د کونګفو توا فدراسیون مسؤل محمدعارف غفوري وروزش ادارې کارکوونکو، د فدراسیونو مسؤلینو، مختلفو رشتو روزونکو او د ورزش مینه والو په ګډون کې ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې استاد محمدعارف غفوري د خپل ورزشي ابتکار په وسیله د بدني روزنې امریت له لورې د ورزشي مډال په ورکولو سره وستایل.
