فاریاب کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د یاران سرخي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۵:۱۹
فاریاب کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د یاران سرخي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندخوي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د سرخي ياران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا سيالۍ په امتيازي ډول ترسره شوې، چې په پايله کې سرخي ياران لوبډلې د ډېرو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ځوانانو لوبډلې دويم او سادات لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه په فارياب ولايت کې د ورزشکارانو ترمنځ د فوټسال لوبې وده وه، چې په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۹
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰. . .

BACK TO NEWS