فاریاب؛ مرکز ميمنه ښار کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سيالۍ وشوې
د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د پانکرېشن ملي فدراسیون له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز ميمنه ښار کې د هېواد ولايتونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان ستورو د پانکرېشن شپږم پړاو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې فارياب لومړی، هرات دويم او ننګرهار او بادغیس بيا درېيم مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د پانکرېشن ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
