فاریاب؛ مرکز ميمنه ښار کې د ژمني جام سنوکر سيالۍ وشوې
د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د ژمني جام د سنوکر سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د يادو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
