فاریاب؛ خان چارباغ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۱:۲۹
فاریاب؛ خان چارباغ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خان چارباغ ولسوالۍ کې د (يووالي) جام په نوم د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې ارزو لوبډلې د ۳۹ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی او ميهن لوبډلې د ۲۶ امتيازونو په ترلاسه سره دويم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۰
Background image

میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې سيالۍ ترسره شوې.

د غه سيالۍ، چې يوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۸:۴۳
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۷
Background image

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS