غور کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پايله عبدالکریم لومړی، عبدالقادر دويم او فقير احمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
