غور کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د دوستۍ جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اخلاق لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۷/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
