غور کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بدر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوې ورځې مخکې پیل شوې وې د بدر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې بدر لوبډلې خپلې سیالې وفا لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په تیوره ولسوالۍ کې د والیبال ورزش ته وده ورکول و.