غور کې د باسکټبال۳×۳ سیالۍ د اینده سازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز چغچران ښار په ورزشي جمنازیوم کې د اووه لوبډلو ترمنځ د باسکټبال ۳×۳ سیالۍ، چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې د اینده سازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د اریا، شاروالۍ، درخشان، سرخ پوشان، چرخ فرقه، ستاره ها او اینده سازانو لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایلوبه کې د اینده سازانو لوبډلې خپلې سیالې اریا لوبډلې ته د ۱۳/۱۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د باسکټبال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې د غور ولایت د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې همدغه وخت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۱۵ کلنو باسکټبال ۳×۳ سیالۍ د چرخ فرقه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
