غور؛ چهارسده ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارسده ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې وحدت لوبډلې خپلې سيالې عرب زاده لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د چهارسدې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
