غور؛ په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۴۵
غور؛ په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د دې ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ مرکز کې د بېلابېلو کليو د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې جنګلک، هیګل، چهل اوبه، علوان، علوان دوم، ده پیتاب، سرسقابه، اسداباد، رشک، قلعه شکرکي، پیتاب شور، دهن نواغه، شهرنو، نوعبدالله، سیاچشمه، یخک، دهن سقابه، تکه غال، قلعه محمدقدم، رهنورد او د شکرت سپين ږيرو لوبډلې برخه لري.

د دغو سياليو د پيل په لوبه کې د جنګلک لوبډلې د ٥-٣ ګولونو په توپیر د هيګل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ميدان ګټونکې شوه.

يادې سیالۍ د ورزش وده او پرمختګ او له ورزش سره د ځوانانو د لېوالتیا په موخه پیل شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS