غور؛ په فیروز کوه ښار کې د فوټسال سوپرلیګ او لومړۍ ډلې لیګ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۹:۴۷
غور؛ په فیروز کوه ښار کې د فوټسال سوپرلیګ او لومړۍ ډلې لیګ سیالۍ پیل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د نمایندګي له لوري په فیروز کوه ښار کې د ۱۲ لوبډلولو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ او د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ډلې لیګ سیالۍ چې یوه میاشت به دوام وکړي؛ پیل شوې.

د لومړۍ ډلې لیګ سیالیو په پیل لوبه کې جام او باران لوبډلې له یو بل سره مخ شوې، چې په پایله کې جام لوبډلې د ۱۱/۵ ګولونو په توپیر بریا خپله کړه.

همداراز د سوپر لیګ سیالیو لومړۍ لوبه د موج مثبت او پوهنتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې لوبه ۳/۳ مساوي پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو موخه د غور ولایت د ځوانانو ترمنځ سوله، یووالی او ورورولي ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS