غور؛ په فيروز کوه ښار کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر او بليارد درېيم پړاو ګروپي سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۹:۵۵
غور؛ په فيروز کوه ښار کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر او بليارد درېيم پړاو ګروپي سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د سنوکر فدراسيون د ځایي استازولۍ له لوري د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د فيروز کوه ښار په کينګ سنوکر کلب کې د سنوکر او بليارد درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې چې ٢٠ ورزشکاران په څلورو پنځه کسيزو ګروپونو کې سره لوبيږي، د پيل په مراسمو کې يې د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او سنوکر فدراسيون مسوولینو، روزونکو او د دې رشتې ورزشکارانو شتون درلود.

د دغو سياليو د پيل په لوبه کې شېرعلي او اميرخان سره و لوبېدل، چې امير د ٢-٠ په تفاوت شېرعلي ته ماتي ورکړه او د ميدان ګټونکى شو.

د يادو سياليو موخه د غور ولايت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریتدلهدلوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

زابل کې د ٢٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۴۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS