غور؛ په شهرک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۴:۴۲
غور؛ په شهرک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې د تولک ولسوالۍ په کوربتوب پیل شوې، د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کهکشان او عقابان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې کهکشان لوبډلې وکولای شول، چې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړې او اتلولي په خپل نوم کړي.

د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و او د سیالۍ په پای کې لومړی مقام ګټونکې لوبډلې ته کپ، دویم او دریم مقام لوبډلو ته جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS