غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پسابند ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ۵۵ کیلو ګرام څخه تر ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د دودیزو لوبو ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
