غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایلوبه کې د غور منتخبې لوبډلې خپلې سیالې پسابند ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ تجربه شریکول و.
سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ ورکړل شو.