غور؛ مرکز فیروز کوه کې ۸۰ لوبڅارانو ته د ووشو درېیمه درجه د لوبڅارۍ سیمینار ترسره شو
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملی فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې ۸۰ تنو لوبڅارانو ته د ووشو لومړی پړاو د لوبڅارۍ درېیمه درجه سیمینار ترسره شو.
د یاد سیمینار موخه لوبڅارۍ ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې ګډون کوونکو لوبڅارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
