غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبالۍ سیالۍ د زاهد راشد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د فوټبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د زاهد راشد شرکت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې زاهد راشد شرکت لوبډلې لومړۍ او فروشګاه سعیدي لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
