غور؛ مرکز فيروز کوه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې تولک ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې الله يار ولسوالۍ لوبډلې ته د ۶/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او اړيکې جوړول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
