غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د يووالي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتفاق ګاراج لوبډلې خپلې سیالې ضربه طلايي لوبډلې ته د ۸/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.