غور؛ مرغاب ولسوالۍکې د تيږې اچونې سيالۍ وشوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په مرغاب ولسوالۍکې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې حبيب الله د ۱۱ متره او ۸۵ سانتي مترو په واټن لېرې تيږه اچونه ترسره کړه او لومړی مقام يې خپل کړ.
د سياليو په پای کې له لومړي مقام څخه تر درېيم مقام ګټونکو ورزشکارانو ته د تشويق په موخه مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
