غور؛ فیروز کوه ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۳:۱۲
غور؛ فیروز کوه ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون له لوري د یاد ولایت له فیروز کوه ښار او پسابند ولسوالیو څلورو لوبډلو ترمنځ په فیروز کوه ښار مرکزي جمنازیوم کې د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د فیروزکوه ښار څخه A،B او C لوبډلو او عقابان شینکوټ لوبډلې د غور ولایت پسابند ولسوالۍ څخه ګډون کړی و.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د فیروزکوه B او عقابان شینکوټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پایله کې عقابان شینکوټ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS