غور؛ فیروزکوه ښار کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۲۳:۲۹
غور؛ فیروزکوه ښار کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت فیروز کوه ښار اړوند د صلح په جمنازیوم کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ په ګروپي ډول د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ به شپږو ګروپونو کې د څلور-څلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې لومړۍ سیالۍ د دهکده کندیوال او چرخ ګدام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې چرخ ګدام لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپیر ماتې ور کړه او سیالي خپله کړه.

یاده دې وي دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړی او موخه یې د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS