غور؛ علودال لوبډلې د لعل سرجنګ ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۰:۰
غور؛ علودال لوبډلې د لعل سرجنګ ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وګټله

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري په لعل سرجنګ ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د علودال لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې جنګلک، هیګل، چهیل اوبه، علودال، علودال دويمه لوبډله، ده پیتاب، سرسقابه، اسدآباد، رشک، قلعه شکرکی، پیتاب شور، دهن نوآغه، شهر نو، نوعبدالله، سیاچشمه، یخک، دهن سقابه، سرشکرکی، تکه غال، قلعه محمدقدم، رهنورد و مویسفیدان لوبډلو برخه لرله.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د علودال لوبډلې د ٣-١ ګولونو له پايلې سره د جوانان اسد اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه. همداراز اسد اباد لوبډلې دويم مقام تر لاسه کړ.

په يادو سياليو کې روح الله د غوره ګول ساتونکي، واحد ابراهيمي د غوره ګول وهونکي، غلام همراه د غوره لوبغاړي او هاشم سلام زاده د سياليو د با اخلاق لوبغاړي په توګه ونومول شول.

په پاى کې د ورزشي مسوولینو او سياليو ترتیب کوونکو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، تقدير نامې او جايزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS