غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۸:۳۹
غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې له ۶۰ کیلو ګرام څخه تر ۱۰۰ کیلو ګرام وزن پورې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ، چې د امتیازي په ډول ترسره شوې، په پایله کې ۱۸ ورزشکارانو په خپلو وزنونو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د سیمه ییزې پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴۸
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS